پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژې چارې ۷۷ سلنه او د نورالدین بابا کلي د ګبیوني دېوال پروژې چارې ۱۸ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۳۱
1

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز اړوند د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژې د ودانیزو چارو او د نورالدین بابا کلي د تحکیماتي پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه پلي کېږي، څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه چې ۲۷۷ متره اوږدوالی لري، ودانیزې چارې یې ۷۷ سلنه او د نورالدین بابا کلي د ګبیوني دېوال پروژه چې ۴۶۴ متره اوږدوالی لري، ودانیزې چارې یې ۱۸ سلنه بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu