په کنړ ولایت کې د یوه ګبیونوال ودانیزې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د کنړ ولایت د شیګل ولسوالي د کنډرو کلي د ګبیونوال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
د یاد ګبیونوال چارې چې د FAO دفتر په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ودانیزې چارې یې۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو د اوبو ستونزه هواره او کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.