په کنړ ولایت کې د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو چارې 50 سلنه بشپړې شوې دي

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د چینګۍ کانال او سربند چارې د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي، چې پنځوس(50) سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.