په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د پاک کاري چارو له بهېر څخه څارنه وشوه
د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس، ملا سید محمد شرافت او ورسره مل تخنیکي ټیم د ظاهرشاهي کانال د پاک کاري چارو له بهېر څخه څارنه وکړه او د یادې پروژې مسئولینو ته یې د چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړیني لارښوونې وکړې.
