په کندز ولایت کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو، د ژورکوهي کېندلو او د اوبو ذخیرې د جوړولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۴:۵
1

د کندز ولایت د علي آباد ولسوالي په لاله میدان سیمه کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال دجوړولو، د ژور کوهي د کېندلو او د اوبو ذخیرې د جوړولو پروژه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو چارې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

همدارنګه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو په کندز ولایت کې د یو شمېر هایدرولوژي سټیشنونو څخه میاشتنې ارقام راټول کړل او د اوبو اندازه یې هم معلومه کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

غور ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غور ولایت چارسدې ولسوالي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې څه د۸۷۳۲۴۳ ۱۳ میلیونه اته لکه درې اویا زره  دوسوه او درې څلویښت افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه  او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د زردالو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنو  پروژه % ۴۰ پر مخ تللې ده.

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د قره باغ  ولسوالي د زردآلو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنې له بهير څخه لیدنه وکړه.

یاده ساحه کې د برمه کاریو څېړنیز کارونه روان دي، چې تر دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې  د کوکچه سفلی اوبو انحرافي او بریښنا د تولید بند جیوتکنیکل څېړنیزه پروژه پرانیستل شوه.

یاده پروژه د پنج آمو  عمومي حوزوي رئیس، دتخار ولایت د اوبو او انرژي رئیس،  مشاورینو، انجینرانو ، قومي مشرانو او د سیمې یو شمېر اوسیدونکو په شتون کې  د  ۴۸۸۴۵۰۰ څلور میلیونه اته لکه و. . .

بیرته تګ

User account menu