په کابل ښار کې د سطحی او ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیژندلو لومړنۍ طرح اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۸:۲۹
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په برخه کې د خپلو فعالیتونو ته په دوام، کابل ښار لپاره د دوامدار څښاک اوبو د چمتو کولو په موخه د سطحی او ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د پیژندلو لومړنۍ طرح اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړل.
دا طرح په دریو دورو لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله متمرکز دی:
لنډمهاله (له 1 څخه تر ۲ کلونو پورې):
1.د لوګر ولایت د اوبولرونکی طبقه څخه کارول: کابل ښار لپاره د ځمکې لاندې اوبو یوازینۍ سرچینه د لوګر آبده ده چی مثبت بیلانس لري او تر ۲۵ ملیون متر مکعب اوبو ظرفیت لري. 2
2.د باران اوبو راټولولو له لارې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو تغذیه: دا طرح کولی شي په کابل ښار کې د ودانیو او سړکونو سقف څخه د ۳۸ ملیونه متر مکعب اوبه راټول کړئ. پدې طرح کې لومړیتوب د اداري، دولتی، ښوونځي، جومات او نورو ساحو (چی مناسب سقف ولرئ) ورکول کیږي چی کولی شي په لنډ وخت کې پلی شی او تر ۷ ملیون متر مکعب د باران اوبه څخه د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کړئ.
3.د ۱ میلیونو مترو مکعب په ظرفیت د کابل په بالادست کې د ۳۵ کوچني ځیرمه ییز بندونو جوړول: چی کولی شي د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه کې عمده او اساسی رول ولوبوي. 4
4.د شاه او عروس بند د اوبو څخه کارول: چی د هغی 5 ملیون متر مکعب اوبو څخه چې د څښاک اوبو په موخه ځانګړي شوي، د بند چاری ۸۷ سلنه بشپړ شوی.
منځمهاله دوره (له ۲ څخه تر ۳ کلونو پورې):
1.د قرغه بند اوبو څخه کارول: د قرغې بند کڅوړې اعظمی ظرفیت ۱۱ ملیونه متره مکعب اوبه دی، اوسمهال ۷ ملیونه مترمکعب اوبه په کرنه کې کارول کیږي. که چیرې په کرنه کې د اوبو کارولو موثریت ۵۰ سلنه دیر شی نو په مجموعي ۵ ملیون متره مکعب اوبه د اوبو رسولو ته ځانګړي شي چی د هغه مخکنی ارتیا د اوبو پاکولو سیسټم جوړولو دی.
2. د پنجشیر یا د صیاد د اوبولرونکی طبقه څخه کارول: دا اوبولرونکی طبقه د ۲۱۰ متر مکعب اوبو ظرفیت لري چی کولی شي د کابل ښار د څښاک اوبو ستونزې یو لویه برخه حل کړي.
اوږدمهاله دوره( له ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې):
1.د شاه توت یا للندر بند جوړول: د دی بند د زیرمه ظرفیت ۱۴۶ ملیونه متر مکعب اوبه اټکل شوی چی کولی شي شاوخوا 2.۲ ملیون تنو ته د اوبورسولو تر پوښښ لاندی راوړی.
2.د ګلبهار بند جوړول: دی بند د زیرمه ظرفیت ۴۹۰ ملیونه متر مکعب اوبه اټکل شوی چی له هغې ۱۰۰ ملیونه متره مکعب اوبو څخه د ۲.۲ میلیونه تنو ته د اوبو رسولو ته ځانګړي شوی.
تاکل شوی ده چی د اوبو او انرژي وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ سره د دی بند د پلانونو په پلي کولو کی او د بودیجې په اړه کار کوي او په راتلونکې اقتصادی عالی شورا په غونډه کی وړاندیز شی ترڅو د پلانونو په اړه عاجل پریکړې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu