په کابل سیندیزه عمومي حوزه کې د سیول 3D  او جي آی اس برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره د چکډمونو او اوبولګولو کانالونو د ډیزاین ښوونیزه برنامه پيل شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۵
1

د مخکنیو ښوونیزو برنامو په لړ کې دغه برنامه هم د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کابل عمومي سیندیزې حوزې او د هغې تر چتر لاندې فرعي سیندیزو حوزو د انجنیرانو د تخنیکي پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوه، چې پکې د بېلابېلو حوزو څه باندې ۵۰ تنه انجیرانو ګډون کړی وو.

محترم انجنیر محمد عارف مومند د دغې ښوونیزې برنامې په پیل غونډه کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او له انجنیرانو څخه وغوښتل چې د اړینو زده کړو د تر لاسه کولو او د هغه د عملي کولو په برخه کې دې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

د یادونې وړده، چې  په دغه ښوونیزه برنامه کې د مسلکي او د دې برخې د متخصصو انجنیرانو له لوري د D 3 او جي آی اس برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره د چکډمونو او د اوبولګولو کانالونو د ډیزاین په هکله ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu