په پکتیکا ولایت کې د دریو پروژو چارې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي
۱۴۴۸/۴/۲۲هـ ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ل
په پکتیکا ولایت کې د سرحوضې ولسوالي د مارزک کلي استنادي دېوال چارې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو او په زیړوک او یوسفخېلو ولسواليو کې د دوو کانالونو چارې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړده، چې د استنادي دېوال چارې ۹۰ سلنه او د دوو کانالونو د جوړولو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
