په پکتیکا ولایت کې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۱:۳۴
1

دغه ناسته د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادات تر مشرې لاندې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي فتح محمد ذاکر او د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې، ښاروالي، کلیو پراختیا، کرنې، عامې روغتیا او علماو شورا رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس په پکتیکا ولایت کې  د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې  د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د تقویتي څاګانو د کېندلو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، په دې ناسته کې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي د کړنلارې په هکله پرزنټیشن وړاندې شو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا ، تقویتي څاګانو د کېندلو ، د باران اوبو د را ټولولو د طرحې او د کارول شوو اوبو د بېرته ګټې اخیستنې د لارو چارو په هکله هم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د اوبو او  انرژي په وزارت کې د شیخ ابیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شدلقران و الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلی له خوا اصلاحی او ارشادي بیانیه وړاندې شوه.

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۸
Background image

پروژۀ دیوار استنادی بر کوچي خیل گد پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پروژه پېل شوه.ردیز  مرکز ولایت پکتیا آغاز شد.

 

د پکتیا اوبو او انرژي رياست له لوري د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پرمختيايي پروژه، چې ٢٧٧ متره اوږدوالى او د بنسټ په شمول ٤.٧ متره لوړوالى لري د ٨٣٥٩٢٩٠. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپیریالي مطالعاتو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي

د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري او د هغه ریاست سلاکار د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپيریالي مطالعاتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu