په پکتیا ولایت کې به د سورۍ خوله بند په ګډون ٤ نور بندونه جوړ شي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فداي سره وکتل.
په دغه ناسته کې دواړو لورو په پکتیا ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د اوبو او بريښنا بندونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په پيل کې د پکتیا ولایت محترم والي محمد حلیم فداي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ د کړنو قدرداني وکړه او د پکتیا ولایت د ولس غوښتې، وړاندیزونه او اندیښنې د دغې ادارې له لوی رئيس ښاغلي تکل سره شریکې کړې.
وروسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پکتیا ولایت والي ته په دغه ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند پراختیاي پروژو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي تکل د پکتیا والي ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه" اوسمهال په پکتیا ولایت کې د مچلغو بند په ګډون د ١٥ پراختیا پروژو کار روان دی چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د نورو چارې یې د سړې هوا له امله ځنډيدلي چې د هوا نورمال کېدو سره به دوباره پيل او بشپړې شي.
همدارنګه ښاغلي تکل د پکتیا محترم والي او درانه ولس ته ډاډ ورکړ چې په راتلوونکي کال کې به په پکتیا ولایت کې د "سورۍ خوله" بند چارې پيل شي او د (نري، درنګ، ګویان، تورګاڼي) بندونه په راتلوونکي پلان کې شامل شي او د دې تر څنګ د ١٠ چکډم پروژو د سروې او ډيزان چارې بشپړې شوي چې په ۱۴۰۰ کال کې به یې عملا کار پيل شي او هڅې روانې دي چې د پکتیا ولایت لپاره نورې پروژې منظور او چارې یې پيل شي.
په اخر کې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې په پښو درېدل، د موټر، انټرنیټ او نورو اسانتیاو را مینځ ته کولو تر څنګ به د یادې حوزې د تشکیل هغه بستونه چې اعلان ته ورکول شوي ډير ژر په شرایطو برابر کسان د آزادې سیالۍ له لارې ور وپېژندل شي.
