په پروان ولایت کې د ګلبهار کانال د عمومي سربند پروژې چارې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
1

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د ګلبهار کانال د عمومي سربند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د شپږ میلیونه، یو سلو نه دیرش زره او اته سوه څلور اعشاریه پنځه(6139804.5) افغانیو په ارزښت پيل شوې.

په دې پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او ټاکل شوې چې چارې یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د یادې پروژې چارې د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې د عالم حسیب ودانیز شرکت له خوا پلې کيږې.

همدارنگه د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پروان ولایت د شینواري ولسوالي د شیوې درې د آبریزو سروې د چکډومونو د جوړولو او د باران او سطحي اوبو د ذخیره کولو په موخه ترسره کړه.

د یادولو وړ ده چې د دې پروژو په پلي کولو سره به ۱۷۶ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او په سلګونو کسانو ته به د کار زمینه چمتو شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu