په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه څارنه وشوه
د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه د غوره څارنې په موخه د 35 سیندیزو فرعي حوزو څخه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د 2023 کال د ډیسامبر میاشتې ارقام او معلومات د نوموړو حوزو په همکاري سره د 1175 څیړنیزو او عامه څاګانو څخه راټول کړل.
د نوموړو ارقامو او معلوماتو څخه د ځمکې لاندې اوبو لوړوالی او ټیټوالی څرګندیږي.
