په نیمروز ولایت کې د اوبو لګولو شبکو سروې ترسره شوه
د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالي کې د اوبو لګولو شبکو سروې ترسره او د سیخسر او ابراهیم عمومي کانالونو په ویالو کې يې د اوبو د وېش څرنګوالي د شته اوبولګولو سیسټمونو د پیاوړتیا او په هایدرولیکي ودانیو کې د اوبو د وېش په موخه تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیولې.
د یادې حوزې مسؤلینو د کنګ ولسوال، بزګرانو او د ځمکې د مالکینو سره د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د بیا رامنځته کولو په موخه یوه ناسته ترسره کړه او د اوبو د ټولنې د کړنلارې سره سم، د اوبو د ټولنې غړي وټاکل او رسما یې ور وپېژندل.
