په ننګرهار ولایت کې د پنځو هایدرولوژیکي استیشنونو څخه د وروستیو بارانونو ارقام واخیستل شول
د ننګرهار سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د پنځو هایدرولوژیکي استیشنونو څخه د وروستیو بارانونو ارقام راټول کړل، چې د سلطانپور په استیشن کې ۳۰ ملي متره، د بهسود پل استیشن کې ۴۵ ملي متره، د کامې استیشن کې ۵۰ ملي متره، د هسکي مینې شابۍ استیشن کې ۶۵ ملي متره او د لعلپور ډکي استیشن کې ۷۹ ملي متره باران اورېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو بارانونو له کبله ګڼ شمیر د استوګنې کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.