په لوګر ولایت کې د انرژي ولایتي کمېټې د همغږۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
1

دغه ناسته د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په مشرۍ، د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د دغه ولایت د برېښنا رئیس مولوي محمد فهیم منصور، د کلیو د پراختیا او بیارغونې رئيس شیخ محمد قاسم راشد او د انرژي ولایتي کمېټې غړو په شتون کې ترسره شوه.

د لوګر مرستیال والي د برېښنا د ارزښت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې موږ ټول په خپلو دندو کې د خدای ج او ولس په وړاندې مسؤولیت لرو او د نوموړې کميټې له غړو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره ریښتینولي، آمانت دارۍ او په پوره همغږي سره ترسره کړي.

د نوموړې کمېټې غړو په خپل وار سره د غونډې د اجنډا سره سم د انرژي په ارزښت، اهمیت او ښه مدیریت باندې خبرې وکړې او د انرژي اړوند یې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu