په لوړو زده کړو وزارت کې د انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۵:۵
1

دغه برنامه چې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست د انرژي د اغېزمنتیا آمریت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او وړتیا لوړونې آمریت په همکاري په لاره اچول شوې وه ،  پکې د لوړو زده کړو وزارت سلګونو کارمندانو ګډون درلود.

د برنامې په بهیر کې، انجنیر وحیدالله برومند او انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي د اغېزمنیتا متخصصینو په جلا جلا پرزنټیشنونو کې په هېواد کې د برېښنا انرژي د وضعیت، د انرژي سپما د ارزښت، په سپما کې د ګټې اخیستنې د ګټورو او اغېزمنو لارو او د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله په بشپړه توګه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه محترم انجنیر فضل الرحیم سلطاني د انرژي د اغېزمنتیا آمر په هېواد کې د انرژي سپما په  اوسنيو شرایطو کې اړین وبلل او د دغو برنامو جوړولو موخه یې د انرژي د سمې ګټې اخیستنې په هکله د ګټې اخیستونکو د پوهاوي لوړول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د دغو پوهاوي ورکولو برنامو د ارزښت  په پام کې نیولو سره په پام کې لري، چې په راتلونکي کې دا ډول برنامې په ټولو ادارو کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه  

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی‌زي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د غزنی سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۹
Background image

کابل منځنۍ سیندیزه فرعي حوزه کې خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا احسان الله حقیار او د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو رئيس محترم انجنیر شفیع الله زاهد ترمنځ د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu