په لغمان ولایت  کې د کابو څوارلس ميليونه افغانيو په ارزښت څلور پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۴:۵۶
1

د لغمان ولایت په علینګار ولسوالي کې څلور پروژې د کابو څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د خوړو نړیوال سازمان مسؤلینو او یو شمېر مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو کې د سخره کوخي ویالې، د سرخه کوخې، کوندیله نالیار او د ادهار کجګره محافظوي دیوالونو او د شاهي کلي سوپر پسیج جوړول شامل وو.

د نوموړو پروژو چارې  د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې او په ګټې اخیستنې سره یې  د سلګونو کورنیو د اوبو ستونزه هواره او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شوه.

یادې پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

بیرته تګ

User account menu