په فاریاب ولایت کې د گاوکي کانالونو پاکاري ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۲۸
1

د فاریاب ولایت په گرزیوان  ولسوالي کې د گاوکي کلي د کانالونو پاکاري د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو تر څارنې لاندنې د میرابانو او ځایي خلکو په همکاري ترسره شوه.

د یادو کانالونو پاکاري د احتمالي سیلابونو د زیانونو د مخنیوي او په کانالونو کې د اوبو د جریان په موخه ترسره شوه.

User account menu