په غزني ولایت کې د سروکاڼو کوچني بند د ډیزاین چارې به ډېر ژر پیل شي.
د غزني سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد شفیق منصور عمر د DRC موسسې له ولایتي مسؤل محترم انجنیر انعام الدین جمالي سره وکتل او د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې یې د سروکاڼو کوچني بند د ډیزاین په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې پريکړه وشوه، چې د نوموړي بند د ډیزاین چارې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یادې موسسې د تخنیکي ټیمونو له خوا ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوموړي بند د پرچاوې یوه برخه د سیلابونو د راوتلو له کبله ویجاړه شوې ده.
