په عدلیې وزارت کې د انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۲۹
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت له لوري په عدلیې وزارت کې د انرژي د اغېزمنتیا، ساتنې او سپما په هکله ترسره شوه، چې پکې د عدلیې وزارت ګڼ شمېر کارمندانو ګډون درلود.

په دغه برنامه کې د انرژي د اغېزمنتیا آمر محترم انجنیر فضل الرحیم سلطاني او د انرژي د اغېزمنتیا متخصص محترم انجنیر محمد فردین هاشمي د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي د مدیریت، د انرژي سپما د ارزښت او د انرژي سپما د ډولونو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د دغې برنامې ترسره کول یې د  پوهاوي ورکول او له انرژي څخه د غوره او اغېزمنې ګټې اخیستنې ترویج وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د پوهاوي ورکولو برنامه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تر دې مخکې په څو نورو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محی‌الدین مبارز د شیرین‌ تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین‌ ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې. . .

بیرته تګ

User account menu