په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د اتو کارېزونو د بيارغونې چارې پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۳۲
1

د پکتيا ولايت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د اتو کاريزونو د بيارغونې چارې د یونسکو نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همکارۍ د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې د ۶ ميليونه ۳۲۷ زره ۸۱۵ اعشاريه ۹۶ افغانيو په ارزښت سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح، د دغه رياست تخنیکي سلاکار انجنير فضل الرحيم رحيمي او د رياست تخنیکي پلاوي، د رياستونو استازو، د قرادادي شرکت مسؤولینو، د سيمې قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړى و.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح د يادې پروژې د پېلېدو په اړه خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې په دغه پروژه کې د روحاني بابا ولسوالي د بادو، کوهیګر، رحمان خېل او کوز جانیک خېل؛ د زرمت ولسوالي د مرغۍ قلعه، بند، ګردن او بخشال کاريزونو د بيارغونې چارې ترسره کېږي، چې په مجموعي توګه د ۱۴۰۰ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکاري، د ۲۴۹۵۰ مترو په اوږدوالي د کاريزونو د تونلونو پاکاري، د ۲۰۸ مترو په اوږدوالي د کانالونو په اساسي ډول جوړول، د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په پلنوالي د اوبو څلورو خاورينو ذخيرو پاکاري او ۸ د ټولنيزو ودانيو جوړول پکې شامل دي او رغنيزې چارې به يې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
په ټوله کې به د دغو اتو کاريزونو څخه ٥١٤٠ کورنۍ برخمنې شي. له دغو کارېزونو څخه اوس مهال ٩١٠ جريبه ځمکه خړوبيږي، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به ١٨٨٠ جريبه ځمکه خړوبوي. په دغه پروژه کې به د ورځې تر ٢٠٠ تنو کارګرو ته د کار زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu