په خوست ولایت کې د څپري کلي دری کنده چکډم د جوړېدو چارې د (۱۹۹۹۹۹۸،۲) افغانیو په ارزښت پیل شوې

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي د څپري کلي دری کنده چکډم د جوړېدو چارې د یو میلیون، نه سوه نه نوي زره، نه سوه اته نوي اعشاریه دوه (۱۹۹۹۹۹۸،۲) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله ، د صبریو مرستیال ولسوال محترم نیازباالدین او یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.
نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د سوپر نوري ودانیز شرکت له لوري د (۳۲،۶۰) متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول د (۶،۲۰) متره په لوړوالي، په تهداب کې د (۳،۸۰) متره او په سر کې د (۷۰) سانتي متره سور سره جوړیږي، چې پکې لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه چمتو کیږي.
د نوموړي چکډم په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.