په خوست ولایت کې د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړېدو چارې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۲۳
2

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالي اړوند د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړېدو چارې د نه اعشاریه څلور (۹.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.

د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د یاد کلي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه به په جدي توګه څارنه وکړې، ترڅو چارې یې په غوره کیفیت او معیاري توګه ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره د ۴۵ متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول ۱۲.۳۷ متره په لوړوالي، په تهداب کې د ۲۹.۸۰ متره او په سر کې د ۴ متره په سور سره جوړېږي، چې د ۱.۲ کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره به د ۹۷۰۰۰ متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري، په کلني ډول به شاوخوا د ۱۱۰۰۰۰ متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي او ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به هم د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu