په خوست ولایت کې د سیفون او استنادي دېوال د پروژې عملي چاري پیل شوې
د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالي اړوند د قدمو په کلي کې د سیفون او استنادي دېوال پروژې علمي چاري پیل شوې.
یاده پروژه د اوبو سکتور د بشري مرستو پروګرام لخوا د اته سوه لس زره (۸۱۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت ترسره کیږي چي ۵۸۸ ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه برابرېږي.
