په خوست ولایت کې د سوري پاڼ کانال د پروژې چارې پنځه دیرش(35) سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۵۲
1

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د سوري پاڼ، خشکي ډنډې، بهرام، نیک نام او کاریز کليو د واټرشید، کانال او ورخونو پروژو د چارو له بهیر څخه چې د ان، اې، سې مؤسسې له لوري پلي کیږي، څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د صبریو ولسوالي د سوري پاڼ کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه، چې پنځه دیرش(35) سلنه چارې یې بشپړې شوې دي او د ټې، ال، او مؤسسې له لوري پلي کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم...

بیرته تګ

User account menu