په خوست ولایت کې د انرژي ولایتي کمیټه جوړه شوه

په خوست ولایت کې د انرژي ولایتي کمیټه د یاد ولایت مقام، مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس، انجنیر زین الله نسیمي او د اړونده ادارو د استازو په ګډون کې جوړه او لمړنۍ غونډه یې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د خوست ولایت مقام مرستیال والي په یاد ولایت کې د انرژي سرچینو په هکله خبرې وکړې او وروسته، د سوېل ختیځ زون د انرژي آمر له لوري د انرژي کمیټې د کړنلارې او د غړیو د مسئولیتونو په هکله پریزینټیشن وړاندې شو.
د یادولو وړ ده، چې په یاده غونډه کې محمد رسول عادل د ولایت مقام استازی، د انرژي کمیټې د رئیس په توګه د یادې کمیټې د غړو له لوري وټاکل شو.