په خوست ولایت کې به د ۱۰۰ کالو پخوانۍ ژرندې او بريښنا کوټونه بیا فعال شي.
په خوست ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د رسول محمد کانال، سربند او د سیندغاړو تحکیماتو پروژو چارې پيل شوې.
دغه پروژې چې د افغان دولت په ملي بودیجه چې ۵۱ میلیونه افغانۍ کیږي یې چارې پیل شوې چې د ۸ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د محمد رسول کانال به ٦٠٠ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او پر دې سربیره به په خوست کې د سلو کالو پخوانۍ ژرندې او بريښناکوټونه فعال شي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
