په خاکجبار ولسوالي کې د امير غازي بند د پاکاري پروژه پرانيستل شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۹:۹
1

د امير غازي بند په کاسه کې د رسوباتو د پاکاري پروژه په رضاکارانه توګه د افغان برکي سوداګريز شرکت له لوري، د منځنۍ کابل سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د خاکجبار ولسوال محترم ملا غلام صديق دانش ، د کابل سينديزې حوزې انجنيرانو او د خاکجبار ولسوالي يو شمېر مشرانو په شتون کې پرانيستل شوه.

د منځنۍ کابل سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي تائب د نوموړي پروژې د پرانيستلو په وخت کې د ياد بند اهميت ته په اشارې سره، د هغه پاکاري او ترميم د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا او د اوبو د مديريت په برخه کې يو ارزښتناک او اغېزمن ګام وباله.

همدارنګه د کابل سينديزې حوزې د ساتنې او مراقبت مدير انجنير جاويد احمد د يادې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه، چې مونږ هڅه کوو چې د بند  کاسې د پاکاري سره هم مهاله د بند د ترميم او بيارغونې په برخه کې هم فعاليتونه پيل شي.

په ورته مهال، د خاکجبار ولسوال ملا غلام صديق دانش او د نوموړي ولسوالي يو تن قومي مشر د بند د اهميت په هکله خبرې وکړې او د پروژې د پلي کولو په برخه کې د سيمه ييزو مسٶلينو او خلکو د همکاري ډاډ ورکړ.

د يادونې وړده، چې د امير غازي بند په خاکجبار ولسوالي کې موقعيت لري؛ چې تر پاکاري ، ترميم او بيا فعالولو سره يې 1.2 ميليونه متره مکعب  اوبه ذخيره کېږي او دوه زره هکتاره کرنيزه ځمکه به  تر اوبو لګولو لاندې راشي چې د بت خاک په ساحه کې به 10 زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu