په بغلان ولایت کې د یوه ګبیوني دېوال د جوړولو پروژه د 134000 امریکایي ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۶:۴۲
1

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالي په ترکانو کلي کې د یوه ګبیوني دېوال د جوړولو پروژې عملي چارې د یو سلو څلور دېرش زره (134000) امریکایي ډالرو په ارزښت د بغلان ولایت والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي محب الله عادل او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د 1530 متره په اوږدوالي او 4 متره پلنوالي سره د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه چمتو شوې ده او کابو 120 جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu