په بامیان کی څو مهمو پروژی کار پرانیستل شو.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۸:۵۴
اخبار

د بامیان ولایت په یکاولانک ولسوالۍ کې د شاه جوی نیطاق اوبو لګونې کانال، د نیطاق سیندیزی سواحلو تحکیم او د شاه جوی نیطاق راقول اوبو لګونې کانال جوړولو پروژو د 1 ملیون 200 زره ډالرو په ارزښت پرانیستل شو.
د بامیان ولایت په یکاولانک ولسوالۍ کې د شاه جوی نیطاق اوبو لګونې کانال، د نیطاق سیندیزی سواحلو تحکیم او د شاه جوی نیطاق راقول اوبو لګونې کانال پروژو د چهارشنبه په ورځ د وږې په ۱۳ نیټه کی د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل لخوا د بامیان ولایت والي محمد طاهر زهیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي سازمان رییس راجندرا آریل، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو چارو تنظیم عمومی ریاست سرپرست انجنیر احمد ویس بصیری، د پارلمان غړو ، مشرانو او د ولایتي شورا غړو په حضور سرہ پرانیستل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د محلی اداری او د خلکو همکاریو څخه د مننه ترڅنګ وویل: د بامیان ولایت ۸۵ سلنه خلکو اقتصادی وضعیت په کرنې پورې وابسته دی او پدی ولایت کې د اوبو لا ډیرو پروژو د تطبیق ژمنه وکړه.
د اوبو مرستیال د یادی پروژو د بنسټ ایښودلو پر مهال د ملی او نړیوالو بنسټونو او په ځانګړي توګه د جاپان هیواد له همکاریو څخہ مننه وکړه او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې دغو پروژو په وخت او په ټاکل شوي معیارونو سره سم تطبیق او اجرا کړي.
د بامیان ولایت والي محمد طاهر زهیر، د دولت او محلی اداری د برنامو او فعالیتونو څخه د خلکو ګډون او هر اړخیز ملاتړ څخه د مننه ترڅنګ، په خلکو یې غږ وکړ چې د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې لا زیاته همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنې سازمان رییس ښاغلي آریل هم د پروژو د بنسټ ایښودلو پرمهال خبرې وکړی او د محلی اداری او د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د پروژو ښه مدیریت کولو څخه د یادونه ترڅنګ د جاپان حکومت او خلکو څخه یې د دی پروژو د مالي ملاتړ څخه مننه وکړه.
د شاه جوی نیطاق اوبو لګونې کانال، د ۳۲۷۰۰۰ دالرو په ارزښت د ۹ کیلومترو په اوږدوالي په 6 میاشتو کې، د کاتب شاداب او بابا ایوریست شرکتونو سره قرارداد شوې چی د دی پروژې د تطبیق سره ۳۰ جریبه ځمکه خړوبه به شي او 1200 کورنيو به ترې ګټه پورته کړي.
د نیطاق سیندیزی سواحلو تحکیم د ۴۵۷۵ کیلومترو په اوږدوالي د سیند دواړه خواوې، د افغان بامیکا او آریانا رایس ودانیزو شرکتونو سره د دوه تړونونو لاندی د ۵۱۱۷۶۱۱۲ افغانۍ په ارزښت قرارداد شوی چی د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا تطبیق کیږی. تاکل شوی دی دغی پروژې په ۹ میاشتو کې بشپر شی چی 1200 کورنیو به ترې ګټه پورته کوی.
د شاه جوی راقول اوبو لګونې کانال د ۱۷۳۰۰۰دالرو په ارزښت د خاورآریا شرکت سره قرارداد شوې چی په ۶ میاشتو کې بشپر او 200 کورنيو به ترې ګټه پورته کوی. د دی پروژې د تطبیق سره ۲۰جریبه ځمکه خړوبه به شي.
دا پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ او همکارۍ سرہ تطبیق کیږی، چې چارو یې د بامیان د سیندیزی حوزی ریاست تر څارنې لاندې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu