په بادغیس ولایت کې د سولري برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۲۱

د بادغیس ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مفتی سردار ولي مزمل د یو.این.او.پي. اس دفتر د ټولنیزې برخې له مسؤل محترم محب الله لایز سره وکتل او د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالي کې د سولري برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي دفتر استازي د سولري برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د سولري برېښنا پروژو پلي کول د بادغیس ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي سره پيل شي.

د بادغیس ولایت د اوبو او انرژي رئيس په دغه لیدنه کې د سولري برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu