په ارزګان ولایت کې د سرې کلا چکډم چارې ۶۰ سلنه پر مخ وړل شوي دې
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د سرې کلا چکډم څخه څارنه وکړه چې د یاد چکډم چارې ۶۰ سلنه پر مخ وړل شوي دې.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د FAO موسسي په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارني لاندې ترسره کیږي چې ۱۵۰ تنو ته پکي د کار زمنیه چمتو شوې ده.
همدارنګه، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند یک لینګي کانال د سربند او په چورې ولسوالي کې د سراب سیمي د ګبیونونو دېوال پروژو څخه څارنه وکړه.
