پنجشیر ولایت کې د څنډو د تحکیماتو څلور پروژې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پرانیستل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۴:۳۳
1

د دغو پروژو پرانیست غونډه د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پنجشیر والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د کابل د سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر محمد عارف مهمند، د پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي فضل الله عادل، د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د پنجشیر ولایت په عنابې ولسوالي کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دغه وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې په پنجشیر ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.

ښاغلي منصور په دغه غونډه کې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت و باله او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د دغه نظام د دښمنانو د تبلیغاتو په وړاندې با خبره و اوسي.

په ورته مهال، د پنجشیر والي په دغه غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د کړنو په ستایلو سره د دغو پروژو پلي کول د پنجشیر ولایت د خلکو لپاره ارزښتناک وبلل.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د پنجشیر ولایت په عنابې، شتل، رخې او درې ولسوالیو کې د سړک، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه پلي کېږي.

د دغو پروژو د پلي کولو پر وخت به زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شي او همدارنګه له دغو پروژو څخه نږدې ۲ زره کورنۍ برخمنې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

بیرته تګ

User account menu