پنجشیر ولایت کې د اوبولګولو کانال او استنادي دېوال جوړولو پروژو چارې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۱۴
1

د پنجشیر ولایت په لومړۍ برخې او پریان ولسوالیو کې د اوبولګولو کانال او استنادي دېوال جوړولو پروژو چارې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشیر والي محترم حافظ محمد حکیم آغا، د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل، سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د پنجشیر والي د دغو پروژو رول د کرنیزو بنسټونو او کرنیزو ځمکو ته د طبیعي پېښو د زیان د مخنیوي او د پنجشیر خلکو ته  د کاري زمینې د رامنځته کولو د پياوړتیا په برخه کې حیاتي وګاڼه.

په ورته مهال، د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله د خبرو ترڅنګ وویل،مونږ هڅه کوو چې د خلکو د هوساینې لپاره اړینې بنسټیزې پروژې په ځانګړې توګه د کرنیزو او اوبولګولو په برخه کې پلي کړو.

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له بودجې د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره یو شمېر خلکو ته د کاري زمیني د رامنځته کېدو ترڅنګ، زرګونه جریبه ځمکه به د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu