پروان ولایت کې د لويي ویالې د دیوال محافظوي سربند تخنیکي سروې بشپړه شوه
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې دلویې ویالې د دیوال محافظوي سربند تخنیکي سروې بشپړه کړه.
د یادولو وړ ده، چې یاد سربند تر دې مخکې د PCU پروګرام له خوا پلي شوی وو، خو اوسمهال چې سیند خپل مسیر ته بدلون ورکړی د سیند په اصلي مسیر کې د اوبو د ساتلو په موخه ، محافظوي دیوال سروې شو.
