ُد پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغه له ۳۰ نېټې څخه تر۲ د کب نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.
📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود،هلمند، شمال او کابل) حوزه کې شوی دی.
🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (چغچران، هریرود، فراه، ترینکوت، کندهار، زابل،هلمند، نیمروز،فاریاب،بلخ، جوزجان، خوست، لغمان، ننگرهار، پکتیا، لوگر و پنجشیر) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
👮👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي