هرات ولايت کې يوه غونډه د خلکو او اوبو ګټې اخيستونکو ټولنې د ملاټر تر سرليک لاندې ترسره شوه

mew-admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۰:۳۶

دغه غونډه د هرات والي محترم مفتي نورالدين احمد اسلام جار، د هريرود- مرغاب عمومي حوزوي رٸيس محترم مولوي سيد عبدالسلام مستوفي آغا او د اوبو ګټې اخيستونکو ټولنې د مسٶلينو په شتون کې ترسره شوه٠

په دغه غونډه کې، د هرات والي په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې د اوبو د اهميت او د پرمخ تللې اوبو لګولو  ډولونو د اهميت په هکله هر اړخيزه وينا وکړه او له کروندګرو څخه يې وغوښتل، چې د پرمختللې اوبو لګولو له ډولونو څخه په تدريجي توګه ګټه پورته کړي، ترڅو له يوې خوا د اوبو په لګښت کې سپما وشي او له بلې خوا ډير محصولات تر لاسه کړي٠

په ورته مهال، د هريرود- مرغاب عمومي حوزوي رٸيس په دغه غونډه کې د اوبو ګټې اخيستونکو ټولنې د اغېزمن رول په هکله خبرې وکړې او د اوبو سپما او د اوبو تاسيساتو پر ساتنې باندې ټينګار وکړ٠

له بلې خوا، د نوموړي رياست تخنيکي سلاکار د اوبو او انرژي سرپرست وزير پيغام ولوست٠

په دغه غونډه کې، د هريرود- مرغاب عمومي حوزوي رياست انجنيرانو د اوبو څاڅکيزې او باراني اوبو لګولو د ډولونو او ګټو په هکله پرزنټيشنونه وړاندې کړل٠

همدارنګه، د دغې غونډې په پاى کې هغه ستاينليکونه چې د خلکو او د اوبو ټولنو د ګټې اخيستونکو له لوري د اوبو مديريت کليدي کسانو او هغه ستاينليکونه چې د هريرود- مرغاب عمومي حوزوي رياست له لوري د اوبو ګټې اخيستونکو ټولنو رٸيسانو ته چمتو شوې وو، ووېشل شول٠

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu