نړیوال بانک د افغان حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو ملاتړ وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۹:۵۸
ا

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر او مل پلاوي سره په کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هم حضور درلود، جمهوررئیس غني د افغان حکومت ملي برنامې په ځانګړي ډول د پوهنې، کانونو، ګمرکونو او عوایدو زیاتولو او د افغانستان د اقتصادي لرلید په برخو کې انکشافي برنامې تشریح کړې.

جمهوررئیس د افغان حکومت د اصلاحاتو پر بستې هم خبرې وکړې وې ویل، د اصلاحاتو منطق د حکومتي بنسټونو د غوره خدمتونو وړاندې کول او د موثریت او ظرفیت لوړول دي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د اصلاحاتو راوستو لپاره جدي تعهد لرو او له اصلاحاتو څخه زموږ موخه د موثرو، یو برابر او د ټکنالوژۍ پر مبنا د خدمتونو وړاندې کول دي.

جمهوررئیس غني پر تجدید وړ انرژۍ پانګونې، د اوبو بندونو پر جوړولو او مدیریت، د بې وزلۍ راکمولو پر مبازرې، د کرنیزو محصولاتو پر زیاتولو او د کرنیز پیداوار ځنځيري ارزښت ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د لومړي ځل لپاره زموږ صادرات تر یو میلیارد ډالرو زیات شوي وویل، موږ به د افغانستان د برېښنا پر پروژو زیاته پانګونه وکړو.

د هیواد جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، د افغان حکومت لپاره سیمه ییز اتصال او په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي هڅې مهمې دي.

په دغه کتنه کې د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال یو ځل بیا د جمهوررئیس او افغان حکومت له اقتصادي او انکشافي برنامو څخه د نړیوال بانک ملاتړ څرګند کړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu