ننګرهار ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې دوه سوه او درې اویا زره ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۴۴
1

د ننګرهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ۲۷۳ زره او ۸۳۴ آمریکایي ډالرو په ارزښت د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سعید احمد بنوري، د یو این هبیاتات استازي محترم عبدالحق تحریک، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احمد پاچا او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې د چارو په پرانیست غونډه کې د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس څرګنده کړه، چې دغه استنادي دېوال د دغې حوزې تر څارنې لاندې جوړیږي، چې کیفیت ته به یې جدي پاملرنه وشي او همدغه راز یې له مؤسساتو څخه وغوښتل چې د سیند په یو شمېر نورو برخو کې هم د دا ډول دېوالونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته مهال، د یو این هبیتات ادارې استازي محترم عبدالحق تحریک وویل چې دغه استنادي دېوال ۹۴۲ متره اوږدوالی لري، چې د ننګرهار سیندیزې حوزې او د جلال آباد ښاروالي تر چتر لاندې پلي کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د جلال آباد ښار د پنډغالو، قصبې، اتحاد مېنې، ارباپانو، بابړیانو، چشمه خانجي او یو شمېر نورې سیمې د سیند د اوبو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۹ هـ. ل

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د وضعیت د ارزونې په موخه د  ۱۰  کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د انرژي په نړیوال ۱۷ فورم کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته په سفر ولاړ

۲۷/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۱۸/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، نن، شنبه، د سعودي عربستان پلازمینې، ریاض ښار ته د انرژي په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۱۷
Background image

په کنړ ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴/۴/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ.ل

د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اړوند په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دریو شبکو چارې بشپړې او د کنړ. . .

بیرته تګ

User account menu