ننګرهار ولایت کې د کانالونو پاکولو، د سړکونو بیارغونه او د ګبیون دیوالونو پروژې پرانیسته و شوه
د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د یاد ولایت رودات ولسوالي د قطرغي کلي کې د ۲۶کیلو متره کانالونو پاکولو، ۲۴کیلو متره سړکونو بیارغونه او شاوخوا د ۵۰۰ متره ګبیوني دیوال پروژه پرانیسته.
یاده پروژه د wfp موسسې په مالي ملاتړ د سیندیزې حوزې په تخنیکي همکاري د افغانستان لپاره د بشپړې پراختیا موسسي له خوا د شپږو میاشتو په موده کې بشپړیږي.
د یادې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د رودات ولسوالي ولسوال ښاغلي سبحان الله، د ننګرهار سیندیزې حوزې د اوبو دتنظیم آمر ښاغلي مولوي سید محمد صادق هاشمي، د یادې حوزې سلاکار ښاغلي انجنیر شمس الرحمن او همدارنګه د پلي کوونکي موسسې استازي شتون درلود.
په دې پروژه کې ۷۴۱ کسان په کار بوخت دي .
