میدان وردګ ولایت کې شپږ ټولګټې پروژې د څه باندې ۲۰۵ زره آمریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۷:۲۸
1

د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو مراسم نن  (شبنه د ۱۴۰۴ ه‍ ل کال د چنګاښ ۲۸) د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د میدان وردګ مرستیال والي محترم حافظ سید الرحمن، د دغه ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم، علماوو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې، نوموړې پروژې د اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او کرنې د ودې په برخه کې ارزښتناکه وبللې.

هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت تر اوسه پورې د هېواد او د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړی او په هېواد کې یې اسلامي نظام، امنیت، عدالت او اقتصادي پراختیا راوړې، له همدې کبله له خلکو څخه هم تمه کیږي، چې له دغه نظام څخه رښتینی ملاتړ وکړي.

ښاغلي منصور یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په میدان وردګ ولایت کې د اوبو بندونو جوړونې او برېښنا رسونې نورې پروژې هم په پام کې نیولې چې انشاء الله په راتلونکي کې به یې د دغه ولایت اوسېدونکې د پرانیستې شاهدان و اوسي.

په ورته مهال، د میدان وردګ مرستیال والي په دغه برنامه کې په میدان وردګ ولایت کې د اوبو سرچینو د کموالي د یادونې ترڅنګ، د دغو پروژو اهمیت حیاتي وباله.

له بلې خوا، د میدان وردګ د اوبو او انرژي رئيس د پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او د دغو پروژو پلي کول یې د اوبو د مدیریت او د کرنې د ودې په برخه کې اړین وبلل.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف،اې، او) په مالي تمویل سره د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې پلي شوې، چې پکې د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کې درې چکډمونه، یو ذخیروي حوض او د اوبولګولو یو کانال او په جغتو ولسوالي کې د شیخ علي کانال جوړونه شامله ده.

د دغو پروژو په پلي کولو سره د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې یو مثبت ګام اخیستل شوی، چې سلګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu