مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي نن له غرمې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان په مشرۍ له راغلي ایراني هيئت سره د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوبو او انرژي اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه رغنده بحثونه وشول. د اوبو او انرژي وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلي کېدو په اړه ژمنتیا لري. همدارنګه د ایران د نیرو وزیر ښاغلي محرابیان یاد تړون ته د ایران هېواد د ژمنتیا سربېره زیاته کړه چې ایران هېواد چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات، د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د انتقال په لویو پروژو کې د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري وکړي او په دې اړه خپلې تجربې ورسره شريکې کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو معاهدې مطابق د ایران هېواد د حقابې د ورکړې دریو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش مطابق ډېر ژر پیل شي.
