لوګر ولایت کې د یوه سربند جوړولو چارې د ۸۸ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۷:۳۳
1

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیي‌خېلو سربند جوړولو پروژې چارې د ۸۸ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې چارې د یو، این، اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu