لوګر ولایت کې د نهه کاریزونو د پاکاري او رغنیزو پروژو چارې د ۹۵ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۵۳
1

د لوګر ولایت د مرکز او محمد آغې او برکي برک ولسوالیو کې د نهه کاریزونو د پاکاري او رغنیزو پروژو چارې د ۹۵ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده،  د ولایت د مقام د دفتر رئيس محترم رحمت‌الله عثماني او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړو پروژو چارې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu