لوګر ولایت کې د سرخاب بند د حفظ او مراقبتي پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۴۹
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي او ورسره مل ټیم د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د سرخاب بند د حفظ او مراقبتي پروژې او د آب بازک سیمې د ډاګ کلا چکډم د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د سرخاب بند د حفظ او مراقبتي پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې او د ډاګ کلا چکډم ودانیزې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه د نوموړي چکډم کاسه له اوبو ډکه شوې او پرچاوه یې فعاله شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu