لوګر ولایت کې د دريو کانالونو د پروژو چارې د نږدې دوسوه زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۶:۲۰
1

د لوګر ولایت د مرکز او محمد آغې ولسوالي اړوند د مغل خېلو، لشکري خېلو او حسن خېلو کانالونو د پروژو چارې د ۱۹۸ زره او ۶۸ آمریکايي ډالرو په لګښت د لوګر والي محترم ضیا الرحمن مدني، د کابل سیندیزې حوز عمومي رئیس محترم انجنیر محمد عارف مومند، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محتر ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست د سلاکار او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغو پروژو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به  ۸۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

د نوموړو پروژو چارې د یو، این، ایف، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu