له پنجشیر څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد او د شاه توت للندر بند په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د کابل ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي محترم شیخ محمد قاسم خالد تر مشري لاندې د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د یوناما، یو این هبیټاټ، یونسیف، یو این دې پې، یو این او پې ايس او یو شمېر نورو سکتوري ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې ، د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په هکله هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د کابل ښار د اوبو د اوسني وضعیت او له بحران څخه د وتلو په موخه هر اړخیز بحث او د اندونو تبادله وشوه او نړیوالو سازمانونو او موسساتو د تخنیکي او مالي همکاري په برخه کې چمتووالي څرګند کړ.
همدغه راز، په دغه ناسته کې د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال په مشري یوه تخینکي کمېټه چې اړونده ادارې او نړیوال سازمانونه او موسسات یې غړيتوب لري، جوړه شوه او راتلونکي چارې به د دغې کمېټې په مرسته ترسره کېږي.