له واټر پمپ کانال څخه په پروان او کابل ولایتونو کې د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو په موخه د دوو پایو واټر پمپ ماشینونو چالاني ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۱۳
1

له واټر پمپ کانال څخه د پروان ولایت په مرکزي او بګرام ولسوالیو او د کابل ولایت په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو په موخه د دوو پایو واټر پمپ ماشینونو  چالاني د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د دغه ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

ښاغلي حبیبي د ماشینونو د چالاني پر وخت د واټر پمپ کانال د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې څخه وغوښتل چې د اوبو په سپما کې هڅانده و اوسي او د اوبو د ضایعاتو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu