له شبرغان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پروژې د پاتې چارو د پیل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۶:۵۶
1

دغه ناسته چې په حضوري او  آنلاین ډول ترسره شوه، د اوبو ا وانرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي برنامو رئيس او د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو، د افغانستان برېښنا شرکت او د قراردادي شرکت استازو پکې ګډون درلود.

د دغې ناستې په پیل کې، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د ګډونوالو له ګډون څخه  مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغه وزارت رهبري د پروژې د پاتې چارو پیل ته ژمن دی او د هغې د چارو د بیا پیل لپاره د زمینې د برابرولو چارې به په جدي توګه تعقیب کړي.

د ناستې په بهیر کې، ګډونوالو د پروژې د وضعیت او همدارنګه د شونو حل لارو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه، ترڅو راتلونکي اجراآت په چټکۍ سره ترسره شي او د پروژې پاتې چارې بیا پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu