لغمان ولایت کې د یوه ساتندوی دېوال پروژې د رغونې چارې د څه باندې ۱۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د زیړانیو کلي ساتندوی دېوال پروژې د رغونې چارې د ۱۱۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت دلغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د اېف، اې، او موسسې مسؤلینو او یو شمېر سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان والي او ښاغلي راشدي د هغې د ټولنیزې او اقتصادي ګټو او په راتلونکي کې د پراختیایي پروژو بهیر د پلي‌کولو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

نوموړې پروژه ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې یې د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې ته په سپارلو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه تر یوه بریده د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله چې. . .

بیرته تګ

User account menu